سوریه کې د روسیې یوه جنګي الوتکه لوېدلې

20 سرطان 1395 ساعت 10:33

د روسې دفاع وزارت وايي، یوه جنګي الوتکه یې په سوریه کې لوېدلې، چې په کې دوه پيلوټان وژل شوي دي.


د روسې دفاع وزارت وايي، یوه جنګي الوتکه یې په سوریه کې لوېدلې، چې په کې دوه پيلوټان وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې له دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د سوریې په تدمر ښار د پالميرا سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه جنګي الوتکې په یاده سیمه کې د داعش پر مرکزونو هوايي بریدونه تر سره کول، چې ښايي د داعش په بریدونو کې یې سقوط کړی وي.
په دې اړه نور معلومات خبرپاڼه کې نه دي ورکړل شوي، او نه هم تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه ویلي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82232

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82232/

جمهور
  https://www.jomhornews.com