کابل کې ګاز ډبې چاودنې دوه تنه و وژل

19 سرطان 1395 ساعت 15:00

د کورنیو چارو وزارت وایي، پلازمېنه کابل کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله څلورو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.


د کورنیو چارو وزارت وایي، پلازمېنه کابل کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله څلورو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن ماسپیښن شاوخوا دوه بجې د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند قوای مرکز سیمه کې رامنځ ته شوې.
د کورنیو چارو وزارت وايي چاودنه په یوه دوکان کې د ګاز ډبې له امله رامنځ ته شوې، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې تر اوسه د چاودنې د رامنځ ته کېدو علت نه دی معلوم خو پولیس پلټنه کوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82194

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82194/

جمهور
  https://www.jomhornews.com