چین کې سېلابونو ۱۸۰ تنه وژلي

15 سرطان 1395 ساعت 9:15

رپوټونه وايي، چین کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ۱۸۰ تنه مړه شوي او میلیونه نور زیانمن شوي دي.


رپوټونه وايي، چین کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ۱۸۰ تنه مړه شوي او میلیونه نور زیانمن شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چینايي چارواکي زیاتوي، چې دغه سېلابونه د یانګزه سیند شاوخوا سیمو کې راوتلي او دغه شمېر خلک یې وژلي.
چارواکي وايي ۴۵ کسان اوس هم بې درکه دي او ۳۳ میلیونو کسان د باران، توپان او سیلابونو له کبله اغیزمن شوي دي. په ځینو سیمو کې د باران له کبله د اورګاډي پټلۍ هم اوبو وړې او د تګ راتګ لارې تړلې دي.
د مرکزي او سویلي چین په اوو ایالتونو کې له ۱۰ تر ۵۰ سانتي مترو باران ریکارډ شوی او دغه راز په یوه ساعت کې د ۱۶۰۰ کیلومتره په چټکتیا بادونه چلېږي.
باید و ویل شي چې تېره ورځ د پاکستان په چترال کې هم سېلابونو تر ۴۰ ډېر کسان وژلي او ګڼ شمېر نور یې زیانمن کړي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82140

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82140/

جمهور
  https://www.jomhornews.com