زابل کې ۱۱ ځانمرګي او ۱۳ نور طالبان وژل شوي

15 سرطان 1395 ساعت 8:33

د زابل امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د ۱۱ ځانمرګو برید کوونکو په ګډون د ۲۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.


د زابل امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د ۱۱ ځانمرګو برید کوونکو په ګډون د ۲۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي وايي، دغه پېښه تېره ورځ د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې په یاده ولسوالۍ کې سهار مهال یو شمېر طالبانو له یوه انتحاري واسکټ سره لوبې کولې، چې پرې چاودلی دی.
دی وایي، په دغه چاودنه کې ۱۱ تنه ځانمرګي برید کوونکي او دغه راز ۱۳ تنه نور وسله وال طالبان ځای پر ځای وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د زابل ولایت مطبوعاتي دفتر هم د فراهي له قوله وايي، په وزل شویو کسانو کې د خاک افغان له پاره د طالبانو ولسوال محمد هاشم ورور او یو شمېر نور بهرني وسله وال شامل دي.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:زابل


کد مطلب: 82136

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82136/

جمهور
  https://www.jomhornews.com