وردګو کې ترافیکي پښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

14 سرطان 1395 ساعت 10:07

چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.


چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د کابل کندهار پر لویه لار د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د سالارو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د میدان وردګ ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې پېښه د یوه ۴۰۴ او یوې سراچه موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې.
خبرپاڼه وايي، په دغه پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.
سرچینه زیاتوي، چې د ۴۰۴ موټر چلوونکی له سیمې په تېښته بریالی شوی، خو پولیسو یې د نیولو په هڅه کې دي.
جمهورآژانس:میدان وردګ


کد مطلب: 82098

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82098/

جمهور
  https://www.jomhornews.com