سعودي کې د امریکا کونسلګرۍ ته نېږدې چاودنه شوې

14 سرطان 1395 ساعت 8:30

سعودي رسنۍ وايي، په جده کې د امریکا کونسلګرۍ ته څېرمه چاودنه شوې، چې له امله یې یو تن وژ شول شوی او دوه پولیس ټپیان شوي دي.


سعودي رسنۍ وايي، په جده کې د امریکا کونسلګرۍ ته څېرمه چاودنه شوې، چې له امله یې یو تن وژ شول شوی او دوه پولیس ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نن سهار په جده ښار کې د امریکا کونسلګری ته څېرمه په یوه پارک کې رامنځ ته شوې ده.
د سعودي رسنیو د معلوماتو له مخې دا موټر بم ځانمرګی برید و، چې برید کوونکي خپل له چاوېدونکو توکو ډک موټر د امریکا کونسلګرۍ مخامخ د جومات پارک کې ځای پر ځای او چاودنه یې ورکړې.
سعودي کې امریکايي چارواکو ویلي، چې په چاودنه کې د کونسلګرۍ کارکوونکو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.
دا چاودنه پر داسې مهال کېږي، چې نن د امریکا د خپلواکۍ ورځ ده او په دې هېواد کې رسمي رخصتي ده.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
باید وویل شي، چې په مارچ میاشت کې هم په سعودي کې د امریکا کونسلګرۍ د امنیتي ګواښونو له امله رخصت وې.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82093

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82093/

جمهور
  https://www.jomhornews.com