ننګرهار کې ځانمرګی برید ۱۹تنو ته مرګ ژوبله واړوله

12 سرطان 1395 ساعت 10:13

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوه قومي مشر په موټر د ځانمرګي برید په ترڅ کې ۱۹ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوه قومي مشر په موټر د ځانمرګي برید په ترڅ کې ۱۹ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن شاوخوا لس بجې د مرکز جلال آباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، برید د قومي او په کوټ ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې د ولسي پاڅون کوونکو د مشر حاجي حیات خان په موټر شوی، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټبیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په برید کې خپله حاجي حیات خان او د هغه ساتونکو ته زیان نه دی رسېدلی.
د والي ویاند زیاتوي، چې بریدګر وړاندې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او په ډزو تر ټپي کېدو وروسته یې په ټپي حالت ځان ته چاودنه ورکړې ده.
تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو ویل کېږي ښايي دغه کار داعش وسله والو کړی وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنشنبې په ورځ په کابل کې د میدان وردګو ولایت د پولیسو اکاډمۍ پر تازه فارغ شویو پولیسو د ځانمرګي برید په ترڅ کې ۳۵ تنه وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپیان شوي وو.
باید وویل شي، چې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې هم یو تن قومي مشر او پخواني جهادي قوماندان تېره شپه د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوی، چې د وژل شوي کس خپلوان یې پړه پر داعش وسله والو اچوي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 82004

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82004/

جمهور
  https://www.jomhornews.com