پاکستاني پولیسو زرګونه افغان کډوال نیولي او ځورولي

12 سرطان 1395 ساعت 9:02

هغه زیاته کړې «د تورخم له پېښې وروسته له بده مرغه د افغانانو ځورول تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي. ما او سفیر حضرت عمر زاخېلوال د خیبر پښتونخوا له اعلي وزیر پروېز خټک سره په دې موضوع خبرې وکړې، نوموړي د دې ستونزې د پای ته رسولو وعده راکړه.»


پېښور کې د افغانستان کونسل عبدالله وحیدپویان وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول خبل اوج ته رسېدلي او له دې وړاندې هېڅ وخت دومره نه و، ځورول شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پویان تېره ورځ ویلي، پولیسو تر ۷ زرو زیات افغان کډوال نیولي او زرګونه نور یې ځورولي او لا هم دا لړۍ په شدت سره دوام لري.
هغه زیاته کړې «د تورخم له پېښې وروسته له بده مرغه د افغانانو ځورول تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي. ما او سفیر حضرت عمر زاخېلوال د خیبر پښتونخوا له اعلي وزیر پروېز خټک سره په دې موضوع خبرې وکړې، نوموړي د دې ستونزې د پای ته رسولو وعده راکړه.»
په ورته وخت کې پویان دا هم ویلي، چې تر کوچیني اختر وروسته به ۱۰ زره افغان کورنۍ په خپله خوښه هېواد ته ستنې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې افغان سفیر د تېرې چهارشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت له چارواکو او د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره د کتنې پر مهال له هغوی وغوښتل، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د زور زیاتي مخنیوی وکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 82001

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/82001/

جمهور
  https://www.jomhornews.com