امريكا له هند او افغانستان سره په ګډه د ترهګرۍ پر ضد اقدامات كوي

10 سرطان 1395 ساعت 11:35

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې له هندوستان او افغانستان سره په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي او د ترهګرۍ پر ضد اقدامات کوي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې له هندوستان او افغانستان سره په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي او د ترهګرۍ پر ضد اقدامات کوي.
دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر په یوه خبري کنفرانس کې کړې او ویلي یې دي، چې د امریکا، هند او افغانستان تر منځ نږدې اړیکې ټینګې دي.
مارک ټونر د سیمې د هېوادونو وغوښتل، چې خپلو ګاونډیو هېوادونو ته د ترهګرو له لېږلو لاس واخلي، خو د کوم هېواد نوم یې ونخیست.
نوموړي په ورته وخت کې دا هم وویل، چې پاکستان سره به هم په دې اړه کار وکړي، تر څو ترهګري له سیمې پاکه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا له پاکستانه وغوښتل، چې د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کړي او افغانستان ته د ترهګرو د اوښتو مخه دې ونیسي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81957

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81957/

جمهور
  https://www.jomhornews.com