ملګري ملتونه وايي هر ستنېدونکي افغان کدوال ته ۴ سوه ډالر ورکوي

10 سرطان 1395 ساعت 8:29

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو لوی کمېشنرۍ وايي، له پاکستانه په خپله خوښه ستنېدونکو افغان کډوالو ته ۴ سوه ډالر مرسته ورکول کېږي.


د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو لوی کمېشنرۍ وايي، له پاکستانه په خپله خوښه ستنېدونکو افغان کډوالو ته ۴ سوه ډالر مرسته ورکول کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اعلان د یو این ایچ سي آر لوی کمیشنر فلیپو ګراندي تېره ورځ ایران، افغانستان او پاکستان ته د سفر په پای کې وکړ.
ګراندي زیاته کړې، چې د یوه فوري ګام په توګه هر افغان کډوال ته چې په خپله افغانستان ته ځي د مرستې اوسنۍ اندازه له ۲۰۰ ډالرو ۴۰۰ ډالرو ته لوړوي.
نوموړي پاکستاني چارواکو ته ډاډ ورکړی چې په دغه هېواد کې له یو نیم ملیون افغان کډوالو سره به مرستو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې په اسلام آباد کې د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ یا یو این ایچ سي آر ویاند قیصر افریدي ویلي، چې افغان کډوالو ته د دوه برابره مرستې د ورکولو پروګرام به د جولای له میشاتې تطبیق شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له نېږدې یوې میاشتې راهیسې په پاکستان کې پر مېشتو افغان کډوالو فشارونه زیات شوي، او پاکستاني چارواکو یې له ایستلو امر کړی دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81944

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81944/

جمهور
  https://www.jomhornews.com