خیبرپښتونخوا کې ۲ زره نه زیات افغان کډول نیول شوي

9 سرطان 1395 ساعت 9:10

په داسې حال کې، چې د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې، چې افغان کډوال دوه کاله نور په پاکستان کې پاتې کېدای شي، پاکستاني پولیسو په خیبرپښتونخوا ایالت کې تر دوه زره زیات افغان کډوال نیولي دي.


په داسې حال کې، چې د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې، چې افغان کډوال دوه کاله نور په پاکستان کې پاتې کېدای شي، پاکستاني پولیسو په خیبرپښتونخوا ایالت کې تر دوه زره زیات افغان کډوال نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ رسنیو تېره ورځ د دغه هېواد د مرکزي حکومت د چارواکو له خولې خبر ورکړ، چې د نوې پرېکړې پر اساس راجستر شوي افغان کډوال تر ۲ نورو کلونو پورې هم پاکستان کې اوسېدای شي.
مرکزي حکومت دا پرېکړه هم کړې چې ناراجستر شوي افغان کډوال باید ونیول شي او خپل هېواد ته ستانه کړای شي او ایالتي حکومتونو ته یې د دغه امر د عملي کولو ویلي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي، د خیبر پښتونخوا حکومت ناراجستر شویو افغان کډوالو ته اعلان کړی چې د جون تر دېرشمې پوري ځانونه په پاکستان کې راجستر کړي.
خو په وینا یې د دغه ایالت پولیسو ټاکل شوې نېټې له رانژدې کېدو سره پولیسو په پېښور ښار کې د افغانانو پر ضد کمپیان پیل کړی دی او تر ټاکلي ضرب الاجل ۳ ورځې مخکې ۲ زره افغانان نیولي دي.
ډان ورځپاڼې د پولیسو له قوله ویلي، چې د پېښور ښار په بېلا بېلو برخو کې یې تر ۲ زره زیات افغان کډوال نیولي دي.
پولیسو شاوخوا ۹۵۰ تنه غیرقانوني افغانان په صدر کې، ۳۵۰ په پېښور ښار کې او ۷۰۰ نور د ښار په شاوخوا کلیو کې نیول شوي دي.
ورځپاڼه د پولیسو په قول وايي چې ۴۰۰ نور افغانان افغانستان ته استول شوي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81908

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81908/

جمهور
  https://www.jomhornews.com