د غزني د رشیدانو ولسوالۍ د محکمې رییس کابل کې وژل شوی

8 سرطان 1395 ساعت 12:36

امنيتي چارواکي وايي، ناپېژندو وسله والو د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د محکمې رييس په کابل ښار کې پر ډزو وژلی دى.


امنيتي چارواکي وايي، ناپېژندو وسله والو د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د محکمې رييس په کابل ښار کې پر ډزو وژلی دى.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنيو چارو وزارت د ۱۱۹ شمېرې مسوول مل پاسوال همايون عيني ویلي، دغه پېښه تېره شپه شاوخوا دوولس نیمې بجې د کابل ښارد پنځمې حوزې د دیوان بېګي په سیمه کې رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې ناپېژندو وسله والو د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د استيناف محکمې رييس بخت ګل په یاده سیمه کې په خپل کور کې پر ډزو وژلى دی.
عیني وايي، قاضي بخت ګل په لومړي سر کې تپي او روغتون ته وړل شوی خو د ژورو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
نوموړی په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوى و خو د ژورو ټپونو له امله يې وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د کورنيو چارو وزارت د ۱۱۹ شمېرې مسوول وايي، تر بريد وروسته بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
تر اوسه د دغه وژنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81877

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81877/

جمهور
  https://www.jomhornews.com