حراست او ثبات د مشروع حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ

8 سرطان 1395 ساعت 10:58

د حراست او ثبات ډلې افغانستان کې پر وروستیو نا امنیو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د ملي یووالي حکومت نا مشروع وباله.


د حراست او ثبات ډلې افغانستان کې پر وروستیو نا امنیو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د ملي یووالي حکومت نا مشروع وباله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یادې ډلې د سیاسي کمیټې مشر او د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي تېره شپه خبریالانو ته کابل کې د یوې ناستې پر مهال وکړې.
نوموړي وویل، چې د ملي یووالي حکومت څو میاشتې وروسته خپل مشروعیت له لاسه ورکوي او ورسره سم باید یو مشروع حکومت رامنځته شي.
داودزي د ملي یووالي حکومت مېلمه وباله او ویې ویلو چې افغانان تر دې نېټې وروسته د دغه میلمه کوربه توب نه شي کولای او باید د حل لار ولټوي.
د هغه په وینا د ملي یووالي حکومت باید د تړون تر پایته رسېدو وروسته، چې د دوو کلونو په موخه لاسلیک شوی، د مشروع حکومت د رامنځته کېدو په موخه ټاکنې وکړي.
دی وايي، که حکومت د ټاکنو وړتیا او امکانات نه لري، نو اړینه ده، چې د اساسي قانون لویه جرګه جوړه او افغانستان له بې رهبرۍ وژغوري.
آژانس:کابل


کد مطلب: 81871

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81871/

جمهور
  https://www.jomhornews.com