ننګرهار کې ځانمرګي موخې ته له رسېدو وړاندې وژل شوی

7 سرطان 1395 ساعت 9:05

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی هدف ته رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی هدف ته رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو سیمو کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، یو تن ځانمرګي غوښتل په یاده سیمه کې ځانمرګی برید وکړي، خو وړاندې تر دې چې په ځان پورې تړولو توکو ته چاودنه ورکړي، د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی.
دی زیاتوي، چې بریدګر غوښتل د امنیتي ځواکونو د پلټنې مرکز کې ځان وچوي، خو امنیتي ځواکونه پرې پوه شوي او د ډزو پر مهال یې چاودنه کړې، چې یوازې بریدګر وژل شوی دی او نور هېڅ ډول زیان نه دی راوښتی.
باید وویل شي، په ننګرهار تر دې څو ورځې وړاندې هم یو ځانمرګی بریدګر هدف ته رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی وو.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 81828

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81828/

جمهور
  https://www.jomhornews.com