خټک وايي پاکستان، له افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي

6 سرطان 1395 ساعت 9:32

خېبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر افراسیاب خټک د پاکستان حکومت له افغان کډوالو سره په ناسم چلند تورن کړ او وایي پاکستان حکومت له کډوالو سره د نفرت کمپاین پر مخ بیايي.


خېبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر افراسیاب خټک د پاکستان حکومت له افغان کډوالو سره په ناسم چلند تورن کړ او وایي پاکستان حکومت له کډوالو سره د نفرت کمپاین پر مخ بیايي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خټک ویلي، په داسې حال کې چې د جون په شلمه نیټه په نړۍ کې د کډوالو ورځ نمانځل کېده، د پاکستان حکومت او امینتي ځواکونو د افغان کډوالو پر ضد د نفرت خورولو کمپاین کاوه.
په دغه لیکنه کې چې د پاکستان د نېشن ورځپاڼې خپره کړې، خټک د پاکستاني چارواکو له لوري په ترهګرۍ د افغان کډوالو تورنول په کلکه غندي او زیاتوي، که تېرو څو لسیزو ته وکتل شي، نو ثابیتږي چې افغان کډوال په ترهګرۍ کې ککړ نه دي پاتې شوي.
دی وايي، افغان کډوال له جنګه راغلي او غواړي ارام ژوند ولري، نو څنګه په ترهګریزو پېښو کې لاس لرلی شي. د خټک په خبره په داسې حال کې چې په افغانستان کې امنیتي وضعه ښه نه ده، نو د جنګ نغارو وهلو، پر فرضي کرښه ستونزو او د افغان کډوالو په زوره شړلو فضا ډیره خرابه کړې ده.
د عوامي نشنل ګوند مشر افراسیاب خټک د دې ټولو کارونو ګټه به افغان طالبانو ته رسي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81776

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81776/

جمهور
  https://www.jomhornews.com