کوټه کې چاودنې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

5 سرطان 1395 ساعت 8:37

رپوټونه وايي، د پاکستان بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د یوې چاودنې له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.


رپوټونه وايي، د پاکستان بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د یوې چاودنې له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه تېره ورځ د کوټې ښار په منځ علمو چوک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده، د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې.
ځايي پولیسو ویلي، نامعلومه کسانو پنځه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي د یوه دوکان مخې ته پر ولاړ بایسکل کې ځای پر ځای کړي و، چې د ګڼې ګوڼې پر مهال یې د ریموټ په وسیله چاودنه ورکړې.
د پولیسو په خبره په دغه چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او کابو ۳۰ تنه نور ټپیان شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.
په ورته وخت کې عیني شاهدانو ویلي، چاودنه ډېره زوروره وه، او قربانیان یې هم ټول ولسي وګړي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د بلوچستان اعلی وزیر نواب ثناالله زهری او او والي محمد خان اڅکزي دغه پېښه غندلې او د پلټونو امر یې کړی دی.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81734

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81734/

جمهور
  https://www.jomhornews.com