ننګرهار کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي

5 سرطان 1395 ساعت 8:12

د ملي دفاع وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښته کې ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ملي دفاع وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښته کې ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته وړمه شپه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې وسله والو طالبانو په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستونو بریدونه پیل کړل.
د ملي دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د طالبان د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او ځوابیه برید یې پرې پیل کړ.
سرچینه زیاتوي، چې په ځوابیه برید کې د دوه قوماندانو په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان و وژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د طالبانو قوماندان شرین حسن چې په دروېش مشهور و او قاري حنیف په نومونو وو.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 81731

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81731/

جمهور
  https://www.jomhornews.com