پاکستاني پولیسو خیبرپښتونخوا کې ۱۲۰۰ افغان کډوال نیولي

3 سرطان 1395 ساعت 13:36

پاکستانۍ رسنۍ وايي، پولیسو په خیبر پښتونخوا کې ۱۲۰۰ افغان کډوال د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیولي دي.


پاکستانۍ رسنۍ وايي، پولیسو په خیبر پښتونخوا کې ۱۲۰۰ افغان کډوال د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې رسنۍ زیاتوي، چې دغه کسان د تېرې یوې اوونۍ راهیسې د پېښور له بېلا بېلو سیمو نیول شوي.
د پېښور ښار د پولیسو عملیاتي قوماندان عباس مجید مروست وايي، هڅه کوي هغه افغان کډوال ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري، چې د اوسېدو جعلي اسناد یې جوړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان ولسمشر ممنون حسین ویلي، چې افغان کډوال نور باید له پاکستانه ووځي او خپل هېواد ته ستانه شي.
هغه زیاته کړې، چې له پاکستانه د افغان کډوال ایستل د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81698

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81698/

جمهور
  https://www.jomhornews.com