د سوداګرۍ او صنايعو خونې له زرو كورنيو سره مرسته وکړه

3 سرطان 1395 ساعت 13:00

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په پلازمېنه کابل کې له ۱۰۰۰ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په پلازمېنه کابل کې له ۱۰۰۰ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، په دغه توکو کې ۵۰ کیلوګرامه اوړمه، ۲۴ کیلوګرامه وریجې او پنځه کیلو غوړي شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، د دې مرستو ټوليز ارزښت څلور ميليونه افغانۍ كېږي او له تېرو نهو كلونو راهيسې د همدې ادارې له خوا له اړو او بې وزله كورنيو سره د هېواد په ولايتونو او كابل كې كېږي.
د هغه په وینا دغه مرسته د دې خونې د غړيو له خوا برابر او د سخاوت خيريه صندوق له لارې پر اړو كورنيو و ويشل شوه
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81696

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81696/

جمهور
  https://www.jomhornews.com