لغمان او ننګرهار کې ۶ وسله وال وژل شوي دي

3 سرطان 1395 ساعت 10:12

چارواکي وايي، په لغمان ولایت کې د خپل ماین د چاودنې او په ننګرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۸ طالب او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، په لغمان ولایت کې د خپل ماین د چاودنې او په ننګرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۸ طالب او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، د الینګار ولسوالۍ په نیمنیانو سیمه کې طالبانو یو ماین جوړاوه، چې چاودنه یې پرې کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې د وحید الله او نصرت الله په نوم دوه طالب وسله وال وژل شوي او د عمر او یوه بل تن چې هویت یې نه دی په څرګند شوی دوه تنه ټپیان شوي دي.
ځواک وایي، دغه وسله وال په سیمه کې د طالبانو مهشور قوماندان ادریس کسان و، او چاودنه هم د ادریس د ورور جلال په کور کې رامنځ ته شوې ده.
بل خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د کوټ ولسوالۍ په پرشاه خېلو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور داعش وسله وال وژل شوي.
نوموړي زیاته کړه، دغه برید چې تېرماښام په یاده سیمه کې شوی، په کې د داعش یوه شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه دواړو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:ننګرهار

شي،


کد مطلب: 81689

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81689/

جمهور
  https://www.jomhornews.com