هند کې د تالندې او توپان له امله ۶۵ تنه وژل شوي

3 سرطان 1395 ساعت 8:20

رپوټونه وايي، په هند کې د سختې تالندې او توپان له امله ۶۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.


رپوټونه وايي، په هند کې د سختې تالندې او توپان له امله ۶۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تالندې او توپان د هند شمال بیهار او اتراپردېش ایالاتونو کې راغلي دي چې په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ویل کېږي، په بیهار ایالت کې ۴۵ او په اتراپردېش ایالت کې بیا ۲۰ تنه وژل شوي او پر دې سربېره لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي.
د هند په شمال کې د بیهار په ایالت کې ۴۵ تنه او د اتراپردیش په ایالت کې ۲۰ تنه د تالندې او توپان له کبله وژل شوي دي. ددغو ۶۵ څخه ۶۲ تنه د تالندې له کبله او ۳ تنه نور د دیوال لاندې شوي دي. ددې سربیره د لسګونو تنو د ټپي کیدو خبرونه هم خپاره شوي دي.
باید وویل شي، چې په هند کې د څو ورځو راهیسي ډیر سخت بارانونه پیل شوي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81681

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81681/

جمهور
  https://www.jomhornews.com