کابل کې د پاکستان پر ضد لاریون وشو

2 سرطان 1395 ساعت 11:52

د افغانستان پلازمېنه کابل کې ګڼ شمېر افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ، او د دغه هېواد له خوا یې پر ډېورنډ کرښه د تاسیساتو جوړولو او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه په کلکه وغندله.


د افغانستان پلازمېنه کابل کې ګڼ شمېر افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ، او د دغه هېواد له خوا یې پر ډېورنډ کرښه د تاسیساتو جوړولو او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه په کلکه وغندله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لاریون د کابل ښار د شهرنو پارک په سیمه کې په لار اچول شوی و، او لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې ویل، چې ډېورنډ د انګرېزي استعمار خوا تپل شوې کرښه ده، چې هېڅ افغان ته د منلو نه ده.
دغه راز دوی په لیکل شویو شعارونو کې ویل، چې د ډېورنډ کرښې په اړه هره پرېکړه په ملت پورې اړه لري.
لاریون کوونکو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د پاکستان پر استخباراتي سازمانونو پورې هغه تړلې ډلې وغندي، چې افغانستان کې په بېلابېلو نومونو مداخله کوي.
دوی یو پرېکړه لیک هم صادر کړ چې په کې ویل شوي وو، «افغانان له پاکستاني ولس سره دښمني نه لري، بلکې د دغه هېواد له پوځ سره د لاسوهنو له کبله ستونزه لري.
دغه راز لاریون کوونکو له افغان حکومت نه وغوښتل، چې له پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ پر ځای په بله لار غور وکړي.
دوی د افغان ځواکونو وروستۍ سرښدنې هم وستایلې او له افغان امنیتي ځواکونو څخه یې ملاتړ اعلان کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په پکتیا ولایت کې هم د پاکستان پر ضد پراخ لاریون شوی وو.
پکتیاوالو د پاکستان خلاف شعارونه ورکړل او له حکومت نه یېو غوښتل، چې پر ډېورنډ کرښه د هر ډول تاسیساتو جوړولو مخه ونیسي.
لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ هم وکړ او ویې ویل، چې د اړتیا په صورت کې به له هېواد څخه په مېړانه دفاع وکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81644

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81644/

جمهور
  https://www.jomhornews.com