تواب غورځنګ:

حزب اسلامي نوي شرطونه، نه دي وړاندې کړي

2 سرطان 1395 ساعت 10:13

د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه رپوټونه او اوازې رد کړې، چې ویل کېږي، حزب اسلامي له افغان حکومت سره د سولې د خبرو په برخه کې نیولي شرطونه وړاندې کړي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه رپوټونه او اوازې رد کړې، چې ویل کېږي، حزب اسلامي له افغان حکومت سره د سولې د خبرو په برخه کې نیولي شرطونه وړاندې کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ داسې رپوټونه خپاره شول، چې ګنې حزب اسلامي د سولې په اړه د شوې موافقې چې تر اوسه نهايي شوې نه ده، نوي شرطونه وړاندې کړي.
په رپوټونو کې نوي شرطونه له امریکا سره د امنیتي تړون لغوه کېدل، د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش جوړول او دغه راز په یاده موافقه په لاسلیک کې د ملي یوالي د حکومت پر ځای باید د افغانستان دولت په نوم لاسلیک شي.
خو د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وايي، د خبرو اترو لپاره د نویو شرایطو د مطرح کېدو خبره سمه نه ده.
د افغان دولت او حزب اسلامی ترمنځ خبرې اترې، چې د سولې شورا په منځګړتوب ترسره کېږي په ښه توګه پرمخ روانې دي او هیله مندي موجوده ده، چې ډېر ژر وروستي پړاو ته ورسېږي.
هغه پر خپله فسبوک پاڼه لیکي، چې د خبرو اترو په جریان کې د دواړو طرفونو څخه خورا ښه نیت لېدل شوی دی.
په ورته وخت کې د انجینر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار هم پر خپله فسبوک پاڼه دا خبر رد کړی او ویلي یې دي، چې حزب اسلامي هېڅ نوی شرط نه دی وړاندې شوی.
هغه ویلي، چې خبرې ښې پر مخ روانې دي، او په نېږدې راتلونکې به یې ولس ته ابلاغ شي.
ښاغلي حکمتیار ویلي، دغه ډول آوازې د ځینو کینه کښو له خوا خپرېږي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81640

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81640/

جمهور
  https://www.jomhornews.com