د ولسمشر دوهم مرستیال:

هېوادونه دې د نیابتي جګړې پر ځای د اقتصاد له پاره کار وکړي

2 سرطان 1395 ساعت 9:25

د ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش وايي، یو شمېر هېوادې دې په افغانستان کې د نیابتي جګړې پر ځای د سیمې د اقتصاد لپاره کار وکړي.


د ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش وايي، یو شمېر هېوادې دې په افغانستان کې د نیابتي جګړې پر ځای د سیمې د اقتصاد لپاره کار وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د سړک جوړونې د دریو پروژو د تړون د لاسلیک پر مهال وکړې.
نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ د یو ارتباطي پل په حیث پرمختګ کړی او په سیمه کې یې د اقتصادي ودې لپاره هلې ځلې روانې دي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل«موږ له لرې او نږدې هېوادونو نه تمه لرو چې د منفې سیالیو او نیابتي جکړې پر ځای مثبت رقابتونه وکړي د سیمې د اقتصادي ګټو لپاره او د خپلو خلکو د آرام ژوند په اړه فکر وکړي، افغانستان دې ته حاضر دی چې په سیمه کې د ټرانزیټ د پله په حیث حد اقل د اسیا څلورې خوايي له یو بل سره ونښلوي.»
ښاغلي دانش د سلما بند د پرانستلو او بخش آباد او کجکي بندونو د پراختیا د قراردانو تر څنګ وویل چې د اوبو د شلو نورو بندونو د جوړولو تړونونه هم چمتو دي.
ده ټاپي، کاسا زر،چابهار بندر، له ترکمنستانه د برېښنا لېږد او د ریل پټلي جوړل د سیمې لپاره مهمې اقتصادي پروژې یادی کړې او ویې ویل افغان حکومت هڅه کوي تر څو د سیمې د هېوادونو د اقتصادی پرمختګ په برخه کې رغنده رول ولوبوي.
د ولسمشر دوهم مرستیال یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې یو شمېر هېوادونه دې په افغانستان د نا اعلان شوي جنګ پرځای په دې هېواد کې مثبت رول ولوبوي او د سیمې د اقتصادي ودې په برخه کې دې هلې ځلې وکړي.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 81637

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81637/

جمهور
  https://www.jomhornews.com