پاکستان به تر هغو ښه راتلونکې ونه لري چې د طالبانو پر ضد یې اقدام نه وي کړی

2 سرطان 1395 ساعت 9:08

دا څرګندونې د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا محتحده ایالاتو ځانګړی استازی ریچارډ اولسن په واشنګټن کې د اتلانتیک کونسل په نوم مهم څېړنیز انستیتیوت کې د وینا پر مهال وکړې.


دا څرګندونې د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا محتحده ایالاتو ځانګړی استازی ریچارډ اولسن په واشنګټن کې د اتلانتیک کونسل په نوم مهم څېړنیز انستیتیوت کې د وینا پر مهال وکړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اولسن تېره ورځ په دغه انستېتیوت کې د پاکستان ځینو اندېښنو ته په اشارې سره و ویل، د امریکا متحد ایالتونه باور لری چې پاکستان به تر هغو امن نه وي، تر څو یې د تروریستي تنظیمونو پر ضد اقدام نه وي کړی.
د امریکا دغه ځانګړي استازي په افغانستان کې د هند د رول په اړه د پاکستان اندېښنه له مبالغې ډکه وبلله او ویې ویل، چې حقیقت دا دی چې د پاکستان د تبلیغاتو خلاف هند په افغانستان کې یوازې څلور کونسلګرۍ لري.
اولسن په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې و ویل:«زه ځینې وخت احساس کوم چې په افغانستان کې به د هند د نفوذ د اندازې په اړه په پاکستان کې مبالغه کېږي.»
نوموړي وویل، چې هند د افغانستان یو ملاتړ کوونکی متحد دی او دې هېواد افغانستان ته د مالي مرستو ترڅنګ مهمې پوځي مرستې ورکړي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81635

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81635/

جمهور
  https://www.jomhornews.com