>> جمهور - وسله والو په هلمند کې مسافر برمته کړي - نسخه قابل چاپ

وسله والو په هلمند کې مسافر برمته کړي

1 سرطان 1395 ساعت 9:22

چارواکي وايي، وسله والو کسانو د هرات- کندهار پر لویه لار په هلمند ولایت کې یو مسافروړونکی ۳۰۳ موټر سره له مسافرو برمته کړی دی.


چارواکي وايي، وسله والو کسانو د هرات- کندهار پر لویه لار په هلمند ولایت کې یو مسافروړونکی ۳۰۳ موټر سره له مسافرو برمته کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سهار په یاده لویه لار د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
چارواکي زیاتوي، چې دغه مسافر د وسله والو مخالفینو له خوا برمته شوي، چې تر اوسه نه دي خوشي شوي او په اړه یې پلټنې روانې دي.
د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د لویو لارو پر سر د مسافرو برمته کېدل زیات شوي دي.
څه موده وړاندې دوه ځلې په شمالي کندوز کې دوه ځلې د لویې لارې مسافر د وسله والو له خوا برمته شوي وو چې ځینې یې ترې وژلي او نور یې خوشي کړي وو.
جمهور آژانس:هلمند


کد مطلب: 81585

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81585/

جمهور
  https://www.jomhornews.com