پاکستاني حقاني مدرسې ته ۳۰۰ میلیونه بودجه ځانګړې کړې

31 جوزا 1395 ساعت 9:07

رپوټونه وايي، پاکستان د ۲۰۱۶ مالي کال په بودجه کې حقاني مدرسې یا حقانیه دارالعلوم ته ۳۰۰ میلیونه کلدارې بودیجه ځانګړې کړې ده.


رپوټونه وايي، پاکستان د ۲۰۱۶ مالي کال په بودجه کې حقاني مدرسې یا حقانیه دارالعلوم ته ۳۰۰ میلیونه کلدارې بودیجه ځانګړې کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیر شاه فرمان روانه اوونۍ صوبايي اسمبلۍ ته ویلي خوښ دی او په ویاړ اعلان کوي، چې د نوښار حقانیه دارلعلوم ته ۳۰۰ ملیون روپۍ بودجه د کالني لګښت لپاره ځانګړې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د عمراخان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند حکومت نه یوازې دا چې پر مدرسو او دیني مرکزونو بریدونه نه کوي، بلکې مرسته ورسره کوي او مالي کومک ورکوي.
دغه کار د افغانستان د سویل ختیځ پکتیا او خوست قومي مشران، مخور، د ولایتي شورا وکیلان او مدني فعالان اندېښمن کړي، اوايي، عمران خان مدرسو ته د پیسو په اعلانولو سره غواړي چې حقاني شبکه پیاوړې کړي او په ختیځ زون کې جګړه وغځوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81530

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81530/

جمهور
  https://www.jomhornews.com