کنړ کې دوه پاکستاني داعشیان نیول شوي دي

30 جوزا 1395 ساعت 10:04

امنیتي چارواکي وايي، د افغان ځواکونو د پلټنو پر مهال په کنړ ولایت کې د داعش ډلې دوه پاکستاني غړي له وسلې سره یو ځای نیول شوي دي.


امنیتي چارواکي وايي، د افغان ځواکونو د پلټنو پر مهال په کنړ ولایت کې د داعش ډلې دوه پاکستاني غړي له وسلې سره یو ځای نیول شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پاکستاني داعشیان تېره ورځ د کنړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د موټرو د تلاشۍ پر مهال نیولي دي.
د کنړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخېل وايي، دغه داعشیانو غوښتل د کنړ له لارې د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته ځان ورسوي، چې په مرورې ولسوالۍ کې له یو میل پیکا وسلې سره یو ځای ونیول شول.
نوموړي زیاته کړه، چې دواړه نیول شوي داعشیان د ډېورنډ کرښې د پورې عاړې باجوړ اېجنسۍ اوسېدونکي دي او په خپل لومړینو اعترافونو کې یې ویلي، چې دوی غوښتل اچین ولسوالۍ ته ولاړ شي.
اچین په ننګرهار کې یو له هغه ولسوالیو څخه ده، چې داعش په کې زیات فعال دی.
دغه داعشیان پر داسې وخت اچین ته د تګ پر مهال نیول شوي، چې په همدې ورځ په یاده ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په بریدونو کې ۲۳ داعشیان وژل شوي دي.
جمهورآژانس:کنړ


کد مطلب: 81479

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81479/

جمهور
  https://www.jomhornews.com