ننګرهار کې یو ځانمرګی برید ګر وژل شوی

30 جوزا 1395 ساعت 9:35

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یو تن ځانمرګی برید ګر خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې چاودنې کړې، چې له امله یې د ملي اردو دوه سرتېري ټپیان شوي.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یو تن ځانمرګی برید ګر خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې چاودنې کړې، چې له امله یې د ملي اردو دوه سرتېري ټپیان شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید تېره ورځ ماښام مهال د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په ډکۍ سیمه کې رامنځ ته شوی دی.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، په سراچه موټر کې سپاره ځانمرګي بریدګر غوښتل په یاده سیمه کې د ملي اردو ځواکونه په نښه کړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې په خپل موټر بم چاودنه کې وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې ځانمرګی برید کوونکی د ملي اردو ځواکونو له خوا د پېژندنۍ سره سم په ځان پورې تړولو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
د دوی په خبره په دغه برید کې ځانمرګی وژل شوی او په سیمه کې د ملي ادرو دوه سرتېري سربېرن ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 81477

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81477/

جمهور
  https://www.jomhornews.com