د امریکا د څارګرې ادارې مشر:

تر داعش، د حقاني شبکه د افغانستان له پاره ستر ګواښ دی

30 جوزا 1395 ساعت 9:24

د امریکا د څارګرې ادارې (سي، آی، اې) نوی مشر جان برنن وايي، د افغانستان له پاره تر داعش د حقاني شبکه سترګواښ او خطر دی.


د امریکا د څارګرې ادارې (سي، آی، اې) نوی مشر جان برنن وايي، د افغانستان له پاره تر داعش د حقاني شبکه سترګواښ او خطر دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې مشر دغه څرګندونې تېره ورځ د امریکا کانګرېس (سنا ) مجلس ته د خبرو پر مهال کړې.
نوموړي ویلي«هغه سرحدي سیمې چې په افغانستان کې له موږ سره دي، یادې ډلې ډېرې ستونزې موږ ته جوړې کړې دي.»
ده دا خبردارۍ هم ورکړ، چې حقاني شبکه او ځینې نورې ترهګرې ډلې، چې په افغانستان کې شتون لري، هڅه کوي چې په دغه هېواد بریدونه تر سره کړي.
د امریکا د څارګرې ادارې مشر په ورته وخت کې وايي افغان ځواکونه پیاوړي شوي او دا مهال د وسله والو پر وړاندې له امریکا ډېر عملیاتو تر سره کړي دي.
هغه ډاډ څرګند کړ، چې امریکایان لا هم د افغان ځواکونو د پیاوړتیا له پاره کار کوي، تر څو په ښه توګه وسله وال وځي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81476

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81476/

جمهور
  https://www.jomhornews.com