کليو پراختيا وزارت ۷۶ زره کسانو ته کاري زمینه برابروي

27 جوزا 1395 ساعت 13:03

د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت وايي، د کارموندنې د ملي پروګرام په دويم پړاو کې د ٦٩٥.٦ ميليونو افغانيو په لګښت۱۵۰۰ پراختيايي پروژې پلې شي.


د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت وايي، د کارموندنې د ملي پروګرام په دويم پړاو کې د ٦٩٥.٦ ميليونو افغانيو په لګښت۱۵۰۰ پراختيايي پروژې پلې شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي زیاتوي، چې دغه پروژې به په هرات، باميانو، بادغيس، غور او فراه ولايتونو کې پلې شي.
د کليو پراختيا وزارت ویاند زیاته چې د دې پروژو کار راتلونکې شنبې پيلېږي او د پلي کېدو پر مهال به يې په ۳۷۰۰ کليو کې څه باندې ۷۶ زره کسانو ته لنډمهال او منځ مهالي کاري فرصتونه برابر شي.
په ورته وخت کې د ټولګټو وزارت وياند مهدي روحاني خبر ورکړو چې دغه وزارت به په روان کال کې د ۵۲۴ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت ۴۱۸۳ کيلومتره سړک او ۲۱۱۴ متره پلونه په پاخه ډول جوړ شي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81403

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81403/

جمهور
  https://www.jomhornews.com