حامد کرزی:

د تورخم ستونزه د دیپلماتیکو خبرو اترو له لارې حل شي

26 جوزا 1395 ساعت 9:10

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغان امنیتي ځواکونو د مېړانۍ او ملي احساساتو ستاینه کړې خو وايي، د تورخم ستونزه دې ژر تر ژره د ديپلوماتیکو لارې حل شي.


پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغان امنیتي ځواکونو د مېړانۍ او ملي احساساتو ستاینه کړې خو وايي، د تورخم ستونزه دې ژر تر ژره د ديپلوماتیکو لارې حل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې حامد کرزي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان ملي پوځيانو او پر هېواد مینو بچیانو د میړانې او ملي احساساتو ستاینه او کلک ملاتړ کوي او دوی ته د لا زیاتو بریا‌و‌ؤ د هیلې تر څنګ د لوی خدای له درباره د دغې جګړې شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي.
ښاغلي کرزي په دغه خبرپاڼه کې له ټولو افغانانو غوښتي، چې د تل په شان د افغانستان د مقدسې خاورې نه د دفاع لپاره د خپلو سرتېرو ملاتړ وکړې او هغوی په خپلو دعاګانو کې هېر نه کړي.
نوموړي په ورته وخت په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ پر روانه جګړه اندېښنه څرګندوي او هیله لري چې دغه ستونزه ژر تر ژره د دیپلماتیکو خبرو اترو له لارې حل شي.
حامد کرزی ویلي، افغانستان او پاکستان دوه ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېوادونه دي چې ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات فرهنګي او دیني مشترکات لري او د دې دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونه او جګړه به دواړه ولسونو ته پرته له ځاني او مالي زیانونو څخه بله پایله ونلري.
باید وویل شي، چې پاکستاني ځواکونه له تېرو دریو ورځو راهیسې په تورخم کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کوي، چې د افغان سرحدي ځواکونو له کلک او غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شوي.
له تېرو دریو ورځو راهیسې درې ځلې پاکستاني ځواکونو په یاده سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې له کلک ځواب سره مخ شوي.
په دغه بریدونو کې تر اوسه پورې ۳ افغان سرحدي پولیس شهیدان شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي، خو د پاکستان لور ته درنده مرګ ژوبله اوښتې.
رپوټونه وايي، چې د پاکستان د یوه جګړن په ګډون ۲۶ سرتېري وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81347

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81347/

جمهور
  https://www.jomhornews.com