د هلمند لاریون کوونکي:

نور دیپلوماسي کار نه کوي، د پاکستان پر ضد دې جنګ اعلان شي

25 جوزا 1395 ساعت 13:25

«نور د پاکستان په ضد د هر ډول ډيپلوماسۍ څخه تېر شۍ او علني جنګ اعلان کړۍ، پر پاکستانیو تولیداتو بندیز ولګوۍ، وروسته تردې يې ونه پیرۍ او په پاکستانیو روپیو راکړه ورکړه هم پرېږدۍ.»


«نور د پاکستان په ضد د هر ډول ډيپلوماسۍ څخه تېر شۍ او علني جنګ اعلان کړۍ، پر پاکستانیو تولیداتو بندیز ولګوۍ، وروسته تردې يې ونه پیرۍ او په پاکستانیو روپیو راکړه ورکړه هم پرېږدۍ.»
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا او دې ته ورته نور هغه شعارونه و، چې هلمندیانو پر افغان خاوره د پاکستان د یرغل په غبرګون کې د یوه لاریون پر مهال کول.
سلګونه هلمندیانو نن د پاکستان پر ضد لاریون وکړ، او د پاکستاني ځواکونو هغه بریدونه یې په کلکه وغندل، چې په تورخم کې یې کړي دي.
لاریونوالو مرګ پر پاکستان چیغې وهلې او لښکرګاه ته څېرمه د بست کلا په سیمه کې د پاکستان بیرغ ته اور واچوه.
لاریون کوونکو د افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ او خبرداری یې ورکړ، که ستونزه ژر تر ژره حل نه شي، نو د افغان ځواکونو په لیکو کې به یو ځای او د پاکستان په ضد جګړه کې به برخه واخلي.
دوی له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې پر پاکستانیو تولیداتو بندیز ولګوي او په پاکستانیو روپیو راکړه ورکړه هم پرېږدي.
د لاریون ګډون کوونکو له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د پاکستان دغه ښکاره تېری وڅېړي او په بدل کې يې پر پاکستان اقتصادي بندیزونه لګوي.
باید وویل شي، چې پاکستاني ځواکونه وړمه شپه په تورخم کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل، چې د افغان سرحدي ځواکونو له غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شول.
په ختیځ کې د سرحدي پولیسو چارواکی وايي، په دې ۷ ساعته جګړه کې ۲ سرحدي پولیس شهیدان او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه راز پاکستانۍ رسنۍ وايي چې په دې جګړه کې د پاکستان له لوري هم د پوځ یو لوړ رتبه افسر جګړن جواد چنګزي، د چې د افغان ځواکونو په ډزو ټپي شوی و، په روغتون کې ساه ورکړې.
جمهورآژانس:هلمند


کد مطلب: 81306

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81306/

جمهور
  https://www.jomhornews.com