د هند دفاع وزير:

پاكستان زموږ پر هېواد ترهګريز بريدونه تنظيموي

23 جوزا 1395 ساعت 11:27

د هند د دفاع وزير منوهر پاريکر وايي، پاکستان پر هندوستان ترهګريز بريدونه تنظيموي او پوهېږي، چې دا ډول ترهګريز بريدونه هند ته زيان اړولى شي.


د هند د دفاع وزير منوهر پاريکر وايي، پاکستان پر هندوستان ترهګريز بريدونه تنظيموي او پوهېږي، چې دا ډول ترهګريز بريدونه هند ته زيان اړولى شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هند دفاع وزیر ښاغلي منوهر پاريکر دغه څرګندونې په غازي اباد نومي ښار کې يو خبري کنفرانس کې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان په هند کې د ترهګرو بریدونو په اړه مثبت نظر لري او د هند پر وړاندې ترهګریز بریدونه پلانوي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه« که په کشمير کې بريد کېږي علت يې معلوم دى، خو په ممبيي کې د بريد علت ټولو ته څرګند دى، چې چا، ولې او څنګه ترسره كړى و.»
باید وویل شي، چې تېره اوونۍ د هند لومړي وزیر نریندرا مودي امریکا ته د سفر په ترڅ کې په غیر مستقیمه توګه پاکستان د ترهګرو پر ملاتړ تورن او له امریکا یې وغوښتل، چې د ترهګرو د تمویل او تجهیز مرکزونه له منځه یوسي.
هندي چارواکي پر داسې مهال په پاکستان د ترهګریزو بریدونو سره د تړاو ادعا کوي، چې د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف هم د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په خبرو کې تور پورې کړی، چې هند او افغانستان په پاکستان کې د ترهګرۍ د خورولو په هڅه کې دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81227

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81227/

جمهور
  https://www.jomhornews.com