سي اى اې وايي سعودي د سپټمبر په بريدونو كې لاس نه درلود

23 جوزا 1395 ساعت 11:15

د امريکا د استخباراتي ادارې سي آى اې مشر جان برنن وايي، د سپټمبر د يوولسمې بريدونو كې د سعودي عربستان لاس نه و.


د امريکا د استخباراتي ادارې سي آى اې مشر جان برنن وايي، د سپټمبر د يوولسمې بريدونو كې د سعودي عربستان لاس نه و.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سي آى اې مشر دغه څرګندونې د سعودي عربستان دولتي ټلويزيون سره په مرکه کې کړې دي.
نوموړي د سپټمبر په پېښو کې د سعودي عربستان لاس لرل رد کړل او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به يو ۲۸ مخيز رپوټ خپور کړي، چې په دې اړه پکې معلومات ځاى شوي دي.
جان برنن په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې په دې برخه کې پر سعودي لګېدلي تورونه ابتدايي وو او په خبره يې اوس څرګنده شوه، چې په دې ترهګريز بريد کې د سعودي عربستان کوم چارواکي لاس نه درلود.
باید وویل شي، چې تېره میاشت د امریکا کانګرېس سعودي عربستان په امریکا کې د سپټمبر پېښو کې په لاس لرلو تورن کړی او په دې اړه یې د پلټنو امر کړی وو.
خو سعودي عربستان د امریکا د سنامجلس په ځواب کې خبردارۍ ورکړ، چې که چېرې د یادې موضوع په اړه د امریکا په پارلمان کې پرېکړه وشي، نو په امريکا کې به خپله د ميلياردونو ډالرو پانګه ليلام کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 81226

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/81226/

جمهور
  https://www.jomhornews.com