۰

سږ كال ننګرهار كې پر ښځو د تاوتريخوالي ۶۸ پېښې ثبت شوې

يکشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۱
د ننګرهار د ښځو چارو ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۸ پېښې ثبت شوې دي.
سږ كال ننګرهار كې پر ښځو د تاوتريخوالي ۶۸ پېښې ثبت شوې
د ننګرهار د ښځو چارو ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۸ پېښې ثبت شوې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ننګرهار د ښځو چارو مشرې انیسې عمراني تېره ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسیون په یوه غونډه کې وکړې.
اغلې عمراني په یاد کمېسیون کې و ویل، چې یوازې په روانه میاشتې کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳ پېښه د ښځو چارو ریاست سره ثبت شوې دي.
د ننګرهار د ښځو چارو ریاست د معلوماتو له مخې په دې پښو کې ډېری یې له کوره د تېښتې پېښې دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین