بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شازژدافېر احضار کړی

13 جوزا 1395 ساعت 9:58

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفار شارژدافېر احضار کړی او په پېښور کې یې د افغان کونسلګرۍ د کارکوونکو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلند په اړه رسیمي احتجاج ورته کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان د سفارت شارژدافېر ته د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کونسلګرۍ د کارکوونکو د موټر د درولو په وړاندې شدید الحنه احتجاج وسپارل شو.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا په پېښور کې د افغانستان د کونسل موټر د کور او کونسلګرۍ ترمنځ په لاره ودرول شو.
د افغانستان حکومت د پاکستاني پولیسو دا اقدام په کلکه غندلی او د اعرتض په دود یې د پېښور کونسلګري بنده کړې ده.
باید وویل شي، چې په پېښور کې افغان کونسلګري د تېرې سه شنبې په ورځ وروسته له هغې د احتجاج په توګه وتړل شوه، چې پاکستانۍ ځواکونو په صدر سیمه کې له افغان د یپلوماتانو سره د تلاشۍ پر مهال ناسم چلند وکړ.
جمهورآژانس:کابل

کد مطلب: 80855

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/80855/

جمهور
  https://www.jomhornews.com