جيمز کننګهم:

امريکا نور په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې نه شي زغملی

9 جوزا 1395 ساعت 9:10

په کابل کې د امريکا پخوانى سفير جيمز کننګهم وايي، د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور وژل ښکاره پيغام دى چې نور د ترهګرو لپاره خوندي ځالې دوى ته د زغم وړ نه دي.


په کابل کې د امريکا پخوانى سفير جيمز کننګهم وايي، د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور وژل ښکاره پيغام دى چې نور د ترهګرو لپاره خوندي ځالې دوى ته د زغم وړ نه دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کننګهم ویلي، تمه لري، چې پاکستان او په ځانګړې توګه د دغه هېواد څارګرې ادارې اى اېس اى به د امريکا دا نوې تګلاره درک کړې وي.
نوموړي زیاته کړې«د ملا منصور وژنه پيلامه او ښکاره پيغام دى، امريکا نور هغه ګواښونه نه شي زغملى چې په پاکستان کې د مېشت طالبانو مشر لخوا به رامنځته کېدل او هلته يې خوندي ځاىونه لرل.»
پخواني امریکايي سفیر وايي، داسې ګنګوسې شته چې د پاکستان استخباراتي ادارې په دغه هېواد کې د ملا منصور د اوسېدو لپاره زمينه برابره کړې وه، د همدې لپاره امريکا له بريده وروسته پاکستانيو چارواکو ته خبر ورکړ.
د کننګهم په وینا دوى به پر پاکستان فشار راوړي چې ترهګرو ته د خوندي ځالې په ورکولو له سره غور او فکر وکړي.
هغه ویلي«امريکا مهمې ستراتيژيکې موخې لري او په افغانستان کې د روانې شخړې پاى ته رسول يې يو له دغو موخو څخه دى»
ده زیاته کړې، چې دا د هغو هڅو يوه پيلامه هم ده چې دوى غواړي طالبان د سياسي هواري لپاره د سولې خبرو اترو مېز ته راکش کړي او به خبره یې چې د طالبانو لپاره يواځينۍ لاره داده چې د سولې لار خپله کړي او له ترهګرۍ لاس واخلي.
ښاغلي کننګهم وايي، د دې لپاره د طالبانو مشرانو ته په ښکاره وايي چې دوى له ترهګرۍ او پوځي لارې واک نه شي ترلاسه کولى. د امريکا پخواني سفير وويل
باید وویل شي، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور تېره اونۍ د پاکستان په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټه هوايي بريد په ترڅ کې و وژل شو.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 80663

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/80663/

جمهور
  https://www.jomhornews.com