استاد سیاف:

پاکستان اوس ټولې نړۍ پېژندلی

8 جوزا 1395 ساعت 15:33

پخوانی جهادي رهبر او د ثبات او حراست شورا مشر استاد عبدالرب رسول سیاف پر پاکستان غږ وکړ، چې نور د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.


پخوانی جهادي رهبر او د ثبات او حراست شورا مشر استاد عبدالرب رسول سیاف پر پاکستان غږ وکړ، چې نور د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سیاف دغه څرګندونې د اسلامي نهذت د ۱۱۷ مخکښو غړو د شهادت په لمانځ غونډه کې وکړې.
ښاغلي سیاف په خپلو خبرو کې وویل، چې اوس ټوله نړۍ د پاکستان له پالیسې خبره ده او پرې پوهېږي، چې دغه هېواد په سیمه او نړۍ کې څه کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې که پاکستان په خپله پالیسۍ کې بدلون رانه ولي، نو په نېږدې وخت کې به د نړۍ تر ټولو ترهګر هېواد وګڼل شي.
دی وايي، که څه هم ترهګر کسان شته خو دا به لومړی ځل وي، چې یو هېواد ترهګر ګڼل کېږي.
هغه وویل، چې افغانستان د پاکستان له ملت سره هېڅ ډول ستونزه نه لري او افغانان غواړي له دغه هېواد سره د یوه ښه ګاونډي په توګه ژوند وکړي، خو په وینا یې ځینې کړۍ نه غواړي، چې دغه دوه ملتونه په هوساینه او ثبات کې ژوند وکړي.
استاد سیاف په دغه غونډه کې یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې راشي د سولې لار غواره کړي او له خپل ولس سره یو ځای شي.
هغه وویل«یو ځل بیا په طالبانو غږ کوم، چې د خدای ج په لحاذ نور له دې نیم بند او ړنګ دېوال له ډډې کولو تېر شی او په خپل ولس کې ګډ شی»
ښاغلي سیاپ د ۱۳۵۸ کال د جوزا د میاشتې په ۸ نېټه چې په کې د اسلامي نهذت ۱۱۷ مخکښ غړي شهیدان شول ویې غندله او دا یې د وخت د حکومت ستره جفاه وبلله.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 80653

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/80653/

جمهور
  https://www.jomhornews.com