پاکستان کې د لشکرطیبه مهم غړی وژل شوی

8 جوزا 1395 ساعت 14:28

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د لشکر طیبه وسله والې ډلې مهم او مشهور غړی مولانا ذکی الرحمن لکهوی په پاکستان کې د وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.


پاکستانۍ رسنۍ وايي، د لشکر طیبه وسله والې ډلې مهم او مشهور غړی مولانا ذکی الرحمن لکهوی په پاکستان کې د وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ رسنۍ زیاتوي، چې مولانا ذکی الرحمن د خپل استوګنځي نه د خپل ساتونکي سره یو ځای د وسله والو له خوا تښتول شوی او وروسته وژل شوی دی.
پاکستانۍ رسنۍ دا هم وايي، چې د یادې وژنې مسؤولیت پاکستاني طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی خو د هغه د وژل کېدو د نېټې او ځای په اړه یې څه نه دي ویلي.
داسې رپوټونه هم شته دي، چې ذکی الرحمن لکهوی د داعش وسله والې ډلې سره هم اړیکې درلودې.
لشکرطیبه په پاکستان کې هغه وسله واله ډله ده، چې په افغانستان کې د ډېرو بریدنو تر شاه لاس لري.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 80643

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/80643/

جمهور
  https://www.jomhornews.com