نن د چابهار بندر هوکړه لیک لاسلیک کېږي

3 جوزا 1395 ساعت 8:44

ټاکل شوې، چې د افغانستان، هند او ایران ولسمشران نن د چابهار بندر هوکړه لیک لاسلیک کړي.


ټاکل شوې، چې د افغانستان، هند او ایران ولسمشران نن د چابهار بندر هوکړه لیک لاسلیک کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي تېره شپه په دوه ورځني سفر تهران ته ولاړ.
دغه راز افغان ولسمشر غني هم د چابهار ټرانزیټي بندر د هوکړه لیک لاسلیکولو لپاره له قطر څخه ایران ته تللی دی.
چابهاربندر د ایران د سیستان او بلوچستان ایالتونو یوه سوداګریزه سیمه ده چې د هند اقیانوس ته مخامخ او نژدې لار لري.
په پام کې ده چې د افغانستان ولسمشراشرف غني نن له خپل ایراني سیال حسن روحاني او د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره په ګډه د ایران د چاه بهار بندر د رغونې موافقه لاسلیک کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 80435

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/80435/

جمهور
  https://www.jomhornews.com