ننګرهار کې ۹ پاکستاني وسله وال و وژل شول

2 جوزا 1395 ساعت 12:07

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په بریدونو کې ۹ تنه پاکستاني وسله وال وژل شوي دي.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په بریدونو کې ۹ تنه پاکستاني وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه برید نن سهار شاوخوا لس بجې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په شډل او کرکڼۍ سیمو کې د داعش پر مرکزونو کړي دي.
نوموړي وویل، چې په دې بریدونو کې د عبدالله په نوم د یوه قوماندان په ګډون ۹ داعش وسله وال وژل شوي، چې ټول یې پاکستانیان دي.
تر اوسه پورې داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د پنځو قوماندانانو په ګډون ۶۳ وسله وال وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 80405

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/80405/

جمهور
  https://www.jomhornews.com