نامعلومه وسله والو کسانو په کندهار کې یو قومي مشر و واژه

1 جوزا 1395 ساعت 13:04

چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ښار کې یو تن قومي مشر په غلچکي برید کې و واژه.


چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ښار کې یو تن قومي مشر په غلچکي برید کې و واژه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پښه نن غرمه دولس بجې د کندهار ښار د یولسمې امنیتي حوزې اړوند عینو مېنه کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي قومي مشر هدایت الله په یاده سیمه کې تر یوه غلچکي برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه قومي مخور د کندهار د صوف د خانانو څخه و، چې د قاتلینو د نیولو پلټنې یې روانې دي.
د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې غلچکي بریدونو زور اخیستی دی.
تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې یو پخوانی تقاعد شوی قاضي د ښار د اتمې حوزې اړوند په کلاچه سیمه کې د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا وژل شوی و.
جمهورآژانس: کندهار


کد مطلب: 80348

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/80348/

جمهور
  https://www.jomhornews.com