د اذربایجان یوه الوتکه په هلمند کې لوېدلې

30 ثور 1395 ساعت 7:58

د اذربایجان د هوايي چلن چارواکي وايي، یوه کارګو الوتکه يې له ۹ تنه عملې د افغانستان په هلمند ولایت کې لوېدلې ده.


د اذربایجان د هوايي چلن چارواکي وايي، یوه کارګو الوتکه يې له ۹ تنه عملې د افغانستان په هلمند ولایت کې لوېدلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د اذربایجان د هوايي چلن چارواکو زیاته کړې، چې دغه الوتکه تېره ورځ مازیګر مهال د افغانستان په هلمند ولایت کې لوېدلې.
د دوی په خبره الوتکه د اذری سیلک وې ایر شرکت اړوند باربري الوتکه وه، چې افغانستان ته د بار وړول له پاره له سلیک وې څخه کرایه شوې وه.
د اذري رسنیو د راپور ویل شوي چې د الوتکې په عمله وو کې ۳ تنه اوکراینیان، ۵ اذریان او یو ازبک دي.
د اذربایجان دولتي هوايي چلن ادارې دوی ویلي، د افغانستان له حکومت سره تماسونه روان دي او ټاکل شوې ده چې نن یو څېړونکی پلاوی د پېښې ځای ته ورسېږي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 80276

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/80276/

جمهور
  https://www.jomhornews.com