ننګرهار کې طالبانو او سیمه ییزه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

29 ثور 1395 ساعت 10:22

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې او له دواړو لورو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې او له دواړو لورو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته نن د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې وسله والو په یاده سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته برید کړی.
د ننګرهار د والي ویاند وايي، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې درې طالب قوماندانان او یو بل طالب وژل شوی او څلور تنه نور یې ټپیان شوي دي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې یو سیمه ييز پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 80240

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/80240/

جمهور
  https://www.jomhornews.com