د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۷ وسله وال وژل شوي

29 ثور 1395 ساعت 9:07

د افغان پوځ چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د دوه مشرانو په ګډون ۱۷ وسله وال وژل شوي.


د افغان پوځ چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د دوه مشرانو په ګډون ۱۷ وسله وال وژل شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بریدونه تېره ورځ د کنړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې پر وسله والو شوي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې د دوه ډل مشرانو په ګډون ۱۷ تنه وسله وال وژل شوي او د هغوی ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ورځ د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې هم د القاعده شبکې د یوه قوماندان په ګډون ۸ تنه وسله وال وژل شوي دي.
جمهورآژانس:کنړ


کد مطلب: 80237

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/80237/

جمهور
  https://www.jomhornews.com