د ننګرهار د لومړۍ حوزې امر له دندې لرې شو

25 ثور 1395 ساعت 11:01

چارواکي وايي، د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار د لومړۍ حوزې امر شیرحسین شېرزاد د وظیفوي غفلت له امله له دندې لرې کړای شوی دی.


چارواکي وايي، د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار د لومړۍ حوزې امر شیرحسین شېرزاد د وظیفوي غفلت له امله له دندې لرې کړای شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیانی زیاتوي، چې د لومړۍ حوزې امر د ده د دندې په سیمه کې د سړي تښتونکو له خوا د یوه تن د تښتولو له امله د دندې نه لرې کړای شوی.
نوموړي وویل، چې د لومړۍ حوزې اړوند څلورمې ناحیې په سیمه کې د غويي په ۲۲ مه ماښام ناوخته یو تن د ناڅرګندو کسانو له لورې تښتول شوی.
په ورته وخت کې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ له لورې د مګړۍ یو بل تن د هدایت الله په نوم د یادې حوزې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
د ننګرهار نظامي شورا پرېکړه کړې،چې د مرکز او ولسوالیو هغه مسؤلین چې په دنده کې پاتي راشي، له دندو به یې ګوښه او پر ځای به یې وړ او مسلکي کسان پر دندو وګماري.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 80037

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/80037/

جمهور
  https://www.jomhornews.com