ننګرهار کې د یوه طالب ولسوال د وژل کېدو خبر ورکړل شو

23 ثور 1395 ساعت 13:20

د چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال په یوه هوايي برید کې و وژل شو.


د چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال په یوه هوايي برید کې و وژل شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی زیاتوي، چې وژل شوی طالب ولسوال امین جان نومېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې امین جان نن غرمه مهال لس نیمې بجې د پچیراګام ولسوالۍ په زرمه خېلو سیمه کې تر هوايي برید لاندې راغی.
دی وايي، چې په برید کې خپل طالب ولسوال امین جان وژل شوی، ساتونکی یې ټپي او کرولا موټر یې له منځه وړل شوی دی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 79982

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/79982/

جمهور
  https://www.jomhornews.com