هلمند کې ۳۳ وسله وال وژل شوي دي

23 ثور 1395 ساعت 10:54

په سویل کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د خنجر۰۱۳ په عملیاتو کې ۳۸ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په سویل کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د خنجر۰۱۳ په عملیاتو کې ۳۸ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په سویل کې د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند ډګروال محمد رسول ځاځی وايي، دغه چاڼیز عملیات د هلمند په سنګین او نادعلي ولسوالیو کې تر سره شوي.
نوموړي زیاته کړه، چې په سنګین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې ۲۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی.
دغه راز ځاځی وايي، په نادعلي ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند دا هم ویلي، چې په سنګین او نادعلي ولسوالیو کې یو شمېر هغه سیمې چې مخکې د طالبانو په ولکه کې وې نیولې دي.
د دغه قول اردو چارواکي زیاتوي، چې د خنجر ۰۱۳ عملیات له وړمې شپې راهیسې روان دي او تر هغه به دوام وکړي، تر څو ټولې سیمې له طالبانو نه وي پاکې شوې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:هلمند


کد مطلب: 79972

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/79972/

جمهور
  https://www.jomhornews.com