ننګرهار کې یوه ځانمرګي ځان امنیتي ځواکونو ته سپارلی

22 ثور 1395 ساعت 12:11

سیمه ییر چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یو تن تنکي ځانمرګي برید کوونکي له بریده وړاندې ځان امنیتي ځواکونو ته سپارلی.


سیمه ییر چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یو تن تنکي ځانمرګي برید کوونکي له بریده وړاندې ځان امنیتي ځواکونو ته سپارلی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بریدګر نن د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې ځان امنیتي ځواکونو ته سپارلی دی.
د مومندرې ولسوال محمد نسیم وايي، ځانمرګی برید کوونکی ۱۷ کاله عمر لري او وړاندې له دې چې برید وکړي، د یادې ولسوالۍ د غزګي په سیمه کې یې ځان امنیتي ځواکونو ته سپارلی.
بل خوا ځينو امنیتي سرچینو سیمه ییزه رسنیو ته ویلي، چې برید کوونکی د ولسي خلکو په همکارۍ نیول شوی او له نیول کېدو وړاندې یې د چاوېدونکو توکو ډک واسکټ اوبو ته غورځولی.
دغه سرچینې دا هم ویلي، چې نیول شوی برید ګر د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی دی.
دا په داسې حال کې ډه، چې دوه ورځې وړاندې هم امنیتي ځواکونو په کاپیسا ولایت کې یو تن ځانمرګی برید ګر ژوندی نیولی و.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 79936

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/79936/

جمهور
  https://www.jomhornews.com